۱۲ تنو خبريالانو ته د انلاين ژورنالېزم زده کړې ورکړل شوې
ننکرهار رسنیز کور ننکرهار رسنیز کور

 

ننګرهار ميديوتيک (رسنيز کور) د ۲۰۱۲ کال د نومبر مياشتې په ۱۸ مه نېټه د ((انلاين ژورنالېزم)) تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ جوړ کړى و، چې  د بېلابېلو رسنيو څخه ۱۲ تنو ځوانو ژورنالستانو په کې ګډون کړى و.

په پيل کې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنيار محمد داود وفا د ننګرهار رسنيز کور په استازۍ لنډه وينا واوروله، ده درسنيزکورد فعاليتونو او  ورکشاپ په اجنډا خبرې وکړې.

په دغه ورکشاپ کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو ادبياتو د پوهنځي استاد شمس الرحمن عادل له خوا په  نظري او تيوريکي  شکل ګډونوالو ته لکچر ورکړل شو.

د ورکشاپ په دويمه ورځ  صيام الدين پسرلي چې دغه برخه کې په کافي اندازه تجربه لري  په عملي ډول ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل: ((دا چې انلاين ژورناليزم په افغانستان کې يوه نوې پديده ده، ډېری ژورنالستان له دغې موضوع سره اشنا نه دي، له بلې خوا ددې موضوع ضرورت هم ډېر احساسېږي؛ نو ننګرهار رسنيز کور چې د فعاليتونو له جملي څخه يو د ځوانو ژورنالستانو روزل دي، دغه ورکشاپ يې رابللی و.))

ننګرهار ميديوتيک له ٢٠٠٨ کال را په دېخوا په سيمه کې د رسنيو د پياوړتيا او پراختيا په موخه وخت نا وخت ورته پروګرامونه جوړ کړي دي.

په درنښت

 


November 20th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها